غزل
ستا په سترگو کې غړېږي زما مينه
امیر حمزه شینواریستا په سترگو کې غړېږي زما مينه
ما ته نه گوري شرمېږي زما مينه
تا ظلمونه کړه اوږده گيسو درازه
عمر لنډ شو نه لنډېږي زما مينه
اميدونه مې سلگۍ د فناا کاندي
سخ زما شه چې ځوانېږي زما مينه
په جلب کې ستا د حسن د بهار ده
که تېرېږي نه تېرېږي زما مينه
شمع ستا د تصور ورسره نشته
ړنده نه ده چې ټپرېږي زما مينه
حسن دا و؟ که فرېب؟ که حسن بېل دی
چې په شا بېرته ستنېږي زما مينه
ستا د مخ د شمعې سوز کې يې بقا ده
چې پتنگ شوه ترې څرخېږي زما مينه
که ستم دې وم درم نه پرېوستلی
په ستم دې ولاړېږي زما مينه
درته څه په غوږ کې وويل ستا قهر
چې په سترگو کې موسکېږي زما مينه
له ساړه خويه دې ځار شم لا دې ډېر شي
سړه مه شه چې تودېږي زما مينه
حمزه! حسن يې خزان په مخه واخيست
اوس په گل غوندې غوړېږي زما مينه