غزل

ستا په تور مې مال تالا، ماڼۍ نړېږي

خوشحال خان خټک

ستا په تور مې مال تالا، ماڼۍ نړېږي

راشه گوره! که په دا دې زړه سړېږي

ستا غمونو لره هر کله ژوندی وای

په دا لږ عمر مې زړه کله مړېږي

وايي ما ويشتلي څه کا، حال يې څه دی؟

په کوڅه کې دې لا دم وهي غړېږي

د فراق په شپه يې خوب په ما حرام کړ

وايي مالگې مې په سترگو کې دوړېږي

لا به گوره څه شان شان غوټيه واکا

د ښايست بهار دې اوس نوی غوړېږي

ما به هيڅ په ورټ ورټ نه ژړل عالمه!

ولې څه کړم چې مې ننه زړه ژړېږي

د رښتيا خبرې خير و برکت دی

په قاضي د دروغجن ژبه اړېږي

دخوشال خټک په کار پورې حيران يم

مينه لا ورباندې زور شوه څو زړېږي