غزل
ستا وصال لکه درياب دی، زه ماهی
خوشحال خان خټکستا وصال لکه درياب دی، زه ماهی
په هجران دې هر زمان دی په ماهی
په ژړا مې ځنې خواست د سپينې خولې کړ
په خندا يې وی چې څه کا دا سړی
وی يې څوک يې چېزما په کوڅه گرځي!
ښه حاضر جواب مې ورکړ ستا مريی
هم په څو رنگه ناله هم په تن نال شوم
بېلتانه راباندې وکړ کار د نی
د ځوانۍ بهار څه ښه دی درېغه درېغه
دا بهار که همېشه په دنيا وی
گل، سنبل، نسرين، نرگس، لاله غوټۍ
له راتلو سره دې راشي درست پسرلی
چې يې ونيسم په غېږ کې راته گوري
لکه مست د مور په پيو کې کبلی
دا شېرين ياران به نه وينم چې ومرم
خدايه! ما په جهان تل لرې ژوندی
غم خو ستا د رسوايۍ کړم، نه د سر کړم
که مې دا اندېښنه نه وای تا کتی
هسې ستا د بېلتانه په آتش سوځم
لکه څوک په لمبه کښېږدي وچ لرگی
ډېر صفت د ښاپېريو اورېده شي
ولې ستا دمخ څوک نه وينم مخی
په ښايست کې هيڅ لقب دربادې نشته
که دې څه خو د عاشق نمنځنه کړی
اورنگ زېب به د کابل دخلل غم کا
ساقي وخت د نوبهار دی راوړه می
چې مړوند څکوې له مانه زما څه شي
په څکول، څکول به مات کړې خپل وښی
چې زړه سوی دې د خوشال په فرياد نه شي
په سينه کې دې سندان دی که زړگی!