غزل
سترگې دې مستان دي، زما زړه ښيښه مهينه
خوشحال خان خټکسترگې دې مستان دي، زما زړه ښيښه مهينه
پړوکی پړوکی مه شه چې يې کونج په کونج وهينه
سپين سبا دې گوره د ټيکي په شفق بند کړ
جگې جگې جگې را يې واخله له جبينه
کښلي دي که گورې چې مخ پټ کله څرگند کا
گل دبهار نه دی چې رازېږي له زمينه
واړه په سبب د بد اصلانو د هنر دی
هر آفت چې گورې چې راپاڅي له کمينه
مست په بهار راغلې، په سرود دې گوتې کېښوې
څو به لاوباسې ډېر دې وايسته له دينه
چېرته لويېدلې، نوم دې خور په جهان نه و
غوغا وشوه په ښهر چې يې کوزه کړې له زينه
تل جام دې د شرابو ستا په لاس ، توبه په شونډو
دخلکو لړمون شين دی، که پوهېږې ستا له شينه
حيات لايزال به دې حاصل شي که باور کړې
د زړه ليدوني دواړه که روشن کړې له ياسينه
د عشق دمحبت د ناوې مهر ماسوا دی
اول يې درته وايم چې يې ورکړې له کابينه
هر څوکه يې په پټه په ټټر کې وي ساتلې
څه بده بلا ده،نه پټېږي د زړه مينه
کله منت اخلي د يوې گېډې د پاره
هر چې همت ناک دي که په کور لري جوينه
زاڼې، بطې گوره چې په هر لوري غوغا کا
هيڅ درنه پوهېږم چې به چېرته يې شاهينه!
هر چې دانايان دي په امان، امان تېرېږي
هی توبه له دوره، الامان له دې آيينه
نوم به دې هر گز په ژبه وانخلي په عمر
دا ياري، دوستي چې ستا خوشال ته شوه مبينه