شعر
ستوري درته خاندي او یو څوک درته موسېږي
پیر محمد کاروانشکر دی چې ژوند لرې او سترگې دې غړېږي
گل د زړگي لوند واخله د خوند په پرخه پرخه
غوږ شه چې د نیمې شپې بلبل په خوند غږېږي
مه ودرېږه ځه ورسره کیف له مزل واخله
ژوند په مخ روان دی نه ودرېږي نه ودرېږي
ځه له خپل معشوق سَره په سره شال کې ورپټ شه
لمر چې پاس د غره سر ته ور ورسي را لوېږي
غواړې چې امېل شې د محبوب د دنګې غاړې
ځان دې نری تار کړه مرغلرې پیدا کېږي
زړه زړه چې هنداره شي او پاکه له غباره
هغه وخت له زړه نه زړه ته لاره ور تېرېږي
زه خو ستا لَوګَری یمه ډکې ځولۍ واخله
نن وي که سبا وي دلونگو لو گډېږي
وا یاره کاروانه لږ یارانو ته وخت ورکړه
چارې د نیمگړې دنیاگۍ نه تمامېږي
سرطان ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل