نظم

څوارلسم فصل - په بيان د نيولو او ساتلو د نوي باز کې

خوشحال خان خټک

که په نوي باز بېگاه بېگاه څوک ښکار کا

د پرواز وېره يې لږه ده ښه کار کا

څاښت غرمه چې څوک په نوي مرغه ښکار کا

د پرواز وېره يې ډېره ده بد کار کا

هر مرغه په څاښت غرمه تر نمازپښينه

و اسمان وته پرواز په دور ځينه

د سبا په وخت يې فکر د طعمې کا

د بېگا ه په وخت يې غم آرام د شپې کا

باز که هر څو په پهره په هنر ساز کړې

څو لا اوم دی لا به ته ترې احتراز کړې

چې پخته شي په هر کار به اموخته شي

په بازدار د ښکاري باز نظر دوخته شي

چې ډېر څورب بې پهرو شي که ښکاري دی

هم ورک شوی په کهسار په همواري دی

ډېر ښکاري خانه گرېز دې ما ليدلي

له مستۍ نه و اسمان وته ختلي

باز چې پاس په پرواز وخېژي اسمان ته

په سل کروهه ځي په دم و هر مکان ته

د بخوی دلم که وتړې څو پرونه

باز به پرېږدي د پرواز دور خويونه

که بدخويه باز د چا وځي له دسته

بيا يې بيامومي سړی په ډېره مرسته

چې له ورايه ځنې تښتي نيول نه کا

درته وايم په دا کار دې علاج څه کا

ورته واچوه تارو، زرکه ، تمځری

ورته گوره بيا له ورايه لکه ځری

باز چې ورشي په خوړل په شکول شي

ورنژدې شي نور يې فکر د نيول شي

يادې وبولي بل باز په چرگه مرگه

د هغه په قصد به هم ورشي په چرگه

يا دې صبر ورته وکړه چې تياره شي

په رڼا به د چراغ باندې نيوه شي

که دې ورک شي چرې باز په لويه درگه

بوله باز په لوړ آواز د چرگ و چرگه

يا په هر لوري د درگې کړه اور پورې

رابه والوځي له درگې خود به گورې

ورک باز مومې په پوښتنه په پوښتنه

لس پينځلس ورځې کړه د باز غوښتنه

په شلمه ورځ که باز په نظر کښېوځي

ښکاري باز په هر هنر په لاسو کښېوځي

يا دې بيا ورته گزک ساز کا په تور کې

يا دې وتړي چرگ مرگ وته په ډور کې

زنگوله د باز غماز دي په ځنگل کې

جايز نهدي د هيليو په نيول کې

ډېر هنر دی د بازونو په ساتل کې

مگر دا هنر پيدا شي په کامل کې

که پهره طعمه داري د باز به ځای وي

هم ښه ښکار کا هم يې ورک د بدۍ رای وي

يا ورځه د باز و ښکار ته حلق تريخ کړه

يا خپل ځان په ورځ و شپه ورته په سيخ کړه

درته وايم د بازونو ساتل چون دی؟

ځيگر خون دی - ځيگر خون دی، ځيگرخون دی

هوسناک يې که زر زوړ شي هم ښايينه

که په عقل هنر جوړ شي هم ښايينه