غزل

تا په دا ناسازو چارې دي راکړې

خوشحال خان خټک

تا په دا ناسازو چارې دي راکړې

لا دې خوا راسړه نه ده بابا مړې

چې مې هسې شان په خوارو سترگو گورې

ما دې دا ناسازې نه دي چاته سپړې

ته په دا حسن د گل غوندې پيدا يې

بورې مور که ښاپېريه يې راوړې

راته وايې صبوري در څخه څه شوه

تا په تورو سترگو نه ده له ما وړي

بيا په کوم توکي دا هسې بې قولي کړې

تا و ماته سپينه خوله نه ده نومړې

د تقوا سپاهيان چې ستا په کوڅه تېر شي

د غمزې په تېغ يې کښېنوې په څړې

د خوښيې مفرح را عنايت کړه

تا د غم گوليې ډېرې دي رانغړې

گوره کوم به دې په بخت ، طالع مومي

خلقې دي په طلب درپسې ستړې

په پله، پله درپسې ځم د پرېښو نه يې

ځايگي ويشتلې درومي لبغړې

چې مين شوې درست د يار په رضا درومه

اوس که خپله رضا کړې خوشاله ! پړې