غزل

تا په دوه سترگو مکحولې

خوشحال خان خټک

تا په دوه سترگو مکحولې

چې يې واړوې ملولې

په حيرانو عاشقانو

سل بلاوې کړې نزولې

نه يې شمار نه يې حساب شته

خلقې دې کړې مقتولې

راز مې هيچا ښکاره نه کړ

زما اوښکې دي پدولې

نه په سر يم، نه په مال يم

نه په ملک يم، نه په پولې

پوه په نام و په ننگ نه يم

په فروعې، په اصولې

چې د عشق الا بلا دي

همگي مې دي قبولې

لاف مې ستا دپالنگ وکړ

که رسېږم تر مقبولې

هيڅوک نشته چې پرې پوه شي

ښې خبرې دي معقولې

چارې واړه په قسمت شي

نه په ځلې نه په ځولې

بخت په کور در کړه خوشاله!

تار په تار زلفې مختولې