غزل
ته چې سر تر دېوال هسک کړې سړي گورې
خوشحال خان خټکته چې سر تر دېوال هسک کړې سړي گورې
د کوس تاو نخښې دې نشته تر دا نورې
که دې زړه د غيڼ په عشق نه وي بايللی
په واده، په وير څه هر لوري نته ښورې
پرده پوښې په ضرور وځي نمانځه ته
سترگې وازې په بازار گرځي سر تورې
يا يې نيت دکاسيرۍ يا د مېړه وي
هره کونډه چې لاس سره کا سترگې تورې
په هغې باندې گواهي د بدۍ وله
چې يې گشت په نورو خونو، خپل ورپورې
دمېړه په ږيره نه خاندې نور څه کا
چې د بل سره خبرې کا خمسورې
د خوشال ويل به بې مضمونه نه وي
چېرې نهچې يې مزاقو سره شمورې