غزل

ته چې سترگې توروې، خود به پوهېږې

خوشحال خان خټک

ته چې سترگې توروې، خود به پوهېږې

لونگين چې ښوروې، خود به پوهېږې

سر تر پايه جامې واغوندې گلگونې

ځان چې هسې جوړوې، خود به پوهېږې

تور سنبل د باد و مخ وته ولاړې

چې په گل يې ښوروې، خود به پوهېږي

په ورځ سل ځله آشتي کړې، هم جنگونه

هر دم خوی چې نوروې، خود به پوهېږې

هم په لاس د ميو جام راکړې چې نوش کړه

بيا مې جام نسکوروې، خود به پوهېږې

خپله څه د درست جهان فتنې نازونه

چې عاشق ته پوروې، خود به پوهېږې

مگر لږ دي دخوشال د زړه غمونه

باندې نور ټنډوروې ، خود به پوهېږې