غزل ته دلبره که عذرايې، زه وامق يم خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ته دلبره که عذرايې، زه وامق يم ستا په مينه کې هر گوره! موافق يم 02 ته که بې له ما نه پايې، معشوقه يې زه به بې له تا په څو پايم عاشق يم 03 ته تل خانده، هوسېږه، زما زړه يې غم به زه کړم چې همېش د غم لايق يم 04 پتنگ ځان په اور کې وويشت دا يې ووی که مې لاف د مينې وواهه صادق يم 05 که د غشيو تير باران راباندې وشي که به سترگې له تا واخلم، منافق يم 06 چې و تورو خاورو هسې حسن ورکا زه حيران پاتې په صنع د خالق يم 07 د نيمگړو طبيبانو دارو اور دی زه خوشال په طلب ستړی د حاذق يم د قاموس مانا × اصلي کلمه