غزل
ته دې تل اوسې په دا شهر يارۍ کې
خوشحال خان خټکته دې تل اوسې په دا شهر يارۍ کې
که زه عمر تېروم په دا خوارۍ کې
غم د يار د جفا هيڅ را سره نشته
خدای دې ما بې پته نه کا په يارۍ کې
هغه يار دې خدای له هره رنځه ژغوري
زه که پروت يم همېشه په بېمارۍ کې
په زارۍ زارۍ به ما په ځان مين کړ
که يې مينه زياتېدلای په زارۍ کې
لکه باز د زړه په وينو اموخته شو
بل به نه وي هسې ترک په خونخوارۍ کې
د ريبار منت يې ډېر راباندې بار دی
چې مې بار مونده دده په ريبارۍ کې
خدای په ما باندې نادان کړ، بخت مې تور دی
که وېښته چوي په ډېره هوښيارۍ کې
ناقرار د خوشال زړه همېشه ښه دی
يو زمان دې نه وي بند په قرارۍ کې