غزل ته که شمع يې که گل يې، زه پرې سوی په هر رنگ يم امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ته که شمع يې که گل يې، زه پرې سوی په هر رنگ يم ته که گل شې او که شمع، زه بلبل يم که پتنگ يم 02 دا چې هر ساعت بدلېږم، دا چې دم په دم څه نور يې ته له چا سره په جنگ يې، زه خو چا سره په جنگ يم 03 څوتعمير يې بدل نه کړې دا صيقل به دې حيران کړي زه په خپله چې د خپلې آيينې د پاسه زنگ يم 04 کشري مشري دواړه، اضافي غوتدې ليده شي که لحاظ د لوی واړه دی، ولې زه هم ستا په منگ يم 05 کله کله په الفت کې زړه پراخه کله تنگ شم دا خو ځکه زه دا وايم، کله کله زه اورنگ يم 06 ستا ديدن که هر څو گران دی خوگران نه دی ما حمزه ته خو زه خپله چې دخپلې آيينې د پاسه سنگ يم د قاموس مانا × اصلي کلمه