غزل

ته متاع د وصال راکړه ما څخه مې سر بها شته

امیر حمزه شینواری

ته متاع د وصال راکړه ما څخه مې سر بها شته

ستا له تورو سترگو ځار شم ما څخه ځای د بلا شته

چې صورت ديار دې ځای کړ په لېمو کې انتظاره

له ځمبار سره رادورمه نوې نوې تماشا شته

په اوبو د عشق و پايه په دې سيند کې د زړه کبه

په نقوش د ښکاري نفس کې دې چينجي د دين دنيا شته

د ساده اشنا په مخ کې مې کړه وړه د سوالي جوړ کړه

گوندې دا پوښتنه وکړي وايه څه دې مدعا شته

چې بوسه مې بې تپوسه درنه واخيسته خفه شوې

خير خير بلا دې واخلم چې انسان لره خطا شته

چې خبره د وصال دې کړه په نيمه کې راغوڅه

نيمه هېره نيمه واوره له حيا سره رضا شته

صاحبان د زمانې به ولې رشک نه کوي ياره

چې په خاورو ستا د در کې د حمزه په شان گدا شته