غزل

ته په څو د دنيا مينې مبدل کړې

خوشحال خان خټک

ته په څو د دنيا مينې مبدل کړې

فکر نه رسي هورې پسې جدل کړې

هره ورځ ددې فاني دنيا د پاره

زر فتنې، الا بلا، دغا، دغل کړې

که دې خپله مدعا پکې درستېږي

بې صرفې به اور د پلار په خونه بل کړې

که کافر درته د سود خبرې وکا

د خپل سود دپاره ځان د کافر مل کړې

که دې سل چارې د زړه واړه پوره شي

په حرص به دوه سو نورو ته تکل کړې

چې د عمر بقا نشته واړه هيڅ دي

که گنجونه د قارون په کور کې تل کړې

چې په دواړو سترگو ړوند، په غوږو کوڼ شوې

لال په خوله، غفلت په لاسو پښو هم شل کړې

په پنځه کې دې دځان رستگاري ده

ته په دا کې هم په څو رنگه خلل کړې

که څلور دي،که پنځه، که شپږ، اووه دي

له اصلي چارو يې واړه معطل کړې

ښې خوږې چارې د دين درته ترخې شوې

نفس ترخې چارې وتا وته عسل کړې

عاقبت به دې د گور په خاورو خوب وي

اوس که خوب په نهاليو دبخمل کړې

ستا پخوا هم د دنيا طالبان نور وو

چې يې مينې تار په تار خورې اجل کړې

بهشت ځای د پرهېزگارو دی خوشاله!

ته بهشت وته هوس په کوم عمل کړی؟