غزل
ته څه زړه لرې، څه لاس
خوشحال خان خټکته څه زړه لرې، څه لاس
واړه گنج يې کوز و پاس
گاه د مځکې طراحي کړې
گاه په عرض کښېږدې اساس
لکه ډک شې هسې تش شې
د شناځ دی ستا اساس
لکه پنډ يې و اورو ته
و اوبو وته قرطاس
هم گوهر يې هم شبه يې
هم کتان يې هم کرباس
هم ملک يې، هم ملک يې
هم خنزير يې، هم خناس
په افلاس کې دې دولت دی
په دولت کې دې افلاس
ته له دېوه په هراس يې
دی له تانه په هراس
نه اطلس دی، نه زربفت دی
لا څه ښه دی ستا لباس
واړه ښه وايې خوشاله!
وايه هيڅ نشته وسواس