غزل

ته هغه ليلا يې چې دې تل په بخره ناز دی

خوشحال خان خټک

ته هغه ليلا يې چې دې تل په بخره ناز دی

زه هغه مجنون يم چې مې تل درپسې نياز دی

ما وی خو يو زه يم نن شهره په عاشقي کې

لا تر ما د نور وگړي لا لارې اواز دی

زه تر عشق ځارېږم، تر هغو چې عاشقان دي

واړه عشق ه کار دی، حقيقت دی که مجاز دی

رايشي له کومه ځای پسو وکا په زړه کې

هيڅ پرې نه پوهېږم عشق يو څه سوز وگداز دی

هی دخدای د پاره تفحص راپسې مه کړه

پلار ته وايه نه شي محبت يو هسې راز دی

تورې، تورې زلفې،کبود خال لکه کوتره

راشه که يې گورې پرې بندي يو څه شهباز دی

سکڼي د زړه ولې په شونډو کې موسېږي

تېغ يې دغمزې دا ځله لا څه تېره ساز دی

هر څوک يو يو بت لري خپل بت وته سجود کا

بت د خوشال ته يې، تل يې تا وته نماز دی