غزل
طبيب وايي چې دوا کړه دعاپرېږده
امیر حمزه شینواریطبيب وايي چې دوا کړه دعاپرېږده
خبيب وايي چې دعا کړه دوا پرېږده
څو څو ځله کړې بيا بيا خو بيا رانه شې
بيا به گورو، خو اوس راشه بيا پرېږده
ستا په تله کې ده شفا خو خندا وکړه
دلجويۍ ته مې غونچه د شفا پرېږده
يار مې مير دی د کاروان د تصور مې
ای رقيبه بې ادبه غوغا پرېږده
غوټۍ سيل د گلستان په خندا سر کړه
تمه قطع کړه بلبله نوا پرېږده
چې موسکۍ مې مړغيجنه ځواني بيا شي
حجاب لرې کړه له مخ نه، حيا پرېږده
هوش مې بيا د نصيحت دفتر پرانستی
ای ديار د کوڅې باده جفا پرېږده
د سبا سترگه وه تندر د وصال شپې
درته چا وې چې لمن د سبا پرېږده
د مخ مالگه دې شوه ورکه شوې بې آبه
ما خو وې درته په عشق کې ژړا پرېږده
اوس مې قدر کړې د خاورو گوهر شيندې
پس له مرگه مې په قبر ژړا پرېږده
رقيب هم په دې اور سوځي خفه نه يم
اشنا چا درته ويل چې حنا پرېږده
ای حمزه چې کړې الفت د زړه له صدقه
راشه تمه د وصال او جزا پرېږده