غزل تل به کړې الوت چې دې وزرې حوصلې دي امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 تل به کړې الوت چې دې وزرې حوصلې دي فتح به وي ستا چې دې لښکرې حوصلې دي 02 ځمکه يې رښتيا وې چې په بله واړوله چا وته عطا چې غاښوړې حوصلې دي 03 پام کوه چې ځان دې په وړوکيو کې شمار نه کړې ستر به شي وړوکيه که دې سترې حوصلې دي 04 ساز د کاينات يې منتظر دغږولو پټې ستا په زړه کې چې سندرې حوصلې دي 05 خدايه چې نامه به وي د ښځو پرې چا ايښې زه چې ورته گورمه خو نرې حوصلې دي 06 تښي مې له مخې بلاگانې د حالاتو گوره بدرگه مې سر ببرې حوصلې دي 07 نغوتې د دنيا او دعقبی شوې بې اثره ما سره ملگرې قلندرې حوصلې دي 08 وي دې حوادث په توره برېښ کې په دې څه شي ځم به مخ په وړاندې چې مې زغرې حوصلې دي 09 سوځي به حمزه که وي ډېرۍ ډېرۍ غمونه ماته عطا شوې اور د سرې حوصلې دي د قاموس مانا × اصلي کلمه