غزل
تل کا دا وي د خوبيه طمطراق ستا
خوشحال خان خټکتل کا دا وي د خوبيه طمطراق ستا
نور دې لاس له ځانه پرېوينځي عشاق ستا
نن په دا دور هغه ښايسته ته يې
چې په هر لوري ثنا وايي آفاق ستا
دواړه شونډې دې ترياق، زلفې ښامار دي
جاروتلي دا ماران دي تر ترياق ستا
لږ شکيب ورته په مثل د لوی غره دی
په شکيبت کې به په څو پايي مشتاق ستا
د باز يو دې موندلی يم، غولوه مې
د هلک غوندې رښتيا گڼم مذاق ستا
ته خپل ځان لره مهميزه کړه څه پروا کړې
که قدم د چا په سر کېږدي براق ستا
خلک وايي چې دوزخ شته پس له مرگه
په حيات صورت دوزخ نه دی فراق ستا؟
لکه تل وو همېشه په هغه شان دي
هيڅ ملا مرشد بدل نه کړل اخلاق ستا
لکه باد د سبا راشي زر گذر کا
ما خوشال چې ازمويلی دی ميثاق ستا