غزل
تل په ځان کېږدې تازه تازه نومونه
خوشحال خان خټکتل په ځان کېږدې تازه تازه نومونه
زه دې پېژنم د زلفو په خمونه
نه يې څوک ويني په سترگو، نه په خوب کې
چې را رسې ستا له غمه داغمونه
که مې ته د زړه له سوزه خبر نه يې
خبردار مې په دا حال دي عالمونه
لکه ستا باڼه په شمار، په حساب نه دي
هسې ستا د سترگو ډېر دي ستمونه
بيا مې هسې د غمزې په غشيو وله!
لکه تل دې په ما خوار کړل کرمونه
نه چې زه يوازې ناست يمه ويرژلی
لور په لور دي ستا له لاسه ماتمونه
ستا د تورې د گوزار حاجت هيڅ نشته
په وکښل يې د عالم خېژي دمونه
مگر څوک په غاړه غرونو ژوندی گرځي
ستا سورو په وينو ولړل سمونه
چې ډېر ډېر به يې کښېښول په پرهار ژليو
طبيبانو څخه ورک شول مرهمونه
اوس دې غم لکه لوی غر دی راته پاتې
غر به نه اوړي د چا په اړمونه
يا دې ستا د مخ ثنا خوشال خټک کښي
يا دې نه نيسي په گوتو قلمونه