نظم
تهمت
عبدالباري جهانييوه ورځ سوی وارخطا په تاخت روان وو
پټېدی د لارويو له ږغونو
ټوله ژوي يې تر سترګو غليمان وو
وېرېدی له کاڼو بوټو له ښاخونو
کله دلته کله هلته غلی غلی
پښې چاودي پر زړه پېټي د غمونو
دوه غوږونه يې پر سر تيار سئ کړي
ستړي زړه سره لګيا وو په برېتونو
يو ناڅاپه يو اشنا ورباندي ږغ کړه
سوی! له کومه ستړی راغلې په ټوپونو
او دا سترګي دي پر څه له وهمه ډکي
چا درکښې ايستله وېره په رګونو
کوم لېوه درباندي کړې څه حمله ده
که دي ډزي د ښکاري دي تر غوږونو
سوی له وهمه رېږدېدی خوله يې کړه خلاصه
سوه نازله يې لړزه پر اندامونو
ويلې پيل دئ چا وژلی په ځنګله کي
ټول وجود يې دئ زخمي له ګوزارونو
نه چي ما باندي ګومان د قاتل وسي
زه بېرېږم له تهمته له تورونو
دا خوارځواکی ځان مي ډېر راباندي ګران دئ
په تلوار ځمه تر کور تر اولادونو