غزل
تر دا دوو سترگو مې اوښکې بهېدلې
خوشحال خان خټکتر دا دوو سترگو مې اوښکې بهېدلې
په فراق کې تر لمنې څڅېدلې
ستا د وصل اش رمق دی راته پانو
وايې څه رنگه بې ما نه پاتېدلې
ستا په غم کې مې دزړه ننداره وکړه
په کې واړه سرې لمبې وي بلېدلې
دا هم بخت چې په پالنگ دخسته راغلې
وی دې اوس په ځنکدن يې خنديدلې
زه نه گرم، نه ملامت نه مې څوک يار کړ
ته په کوم توکي دا هسې قهرېدلې
ځای په ځای درته بلبلو مېشته وکړه
چې يې ډېر په بېلتانه کې رنځېدلې
ځکه تل د باد له لاسه خورې څپېړې
چې له قد سره دې سروې سمېدلې
اوس دې يار په غېږ کې ونيوه هوس کړې
چې يې ډېر په بېلتانه کې رنځېدلې
اوس يې جور وجفا وړه، دا دې سزا ده
فکر وکړه! چې په چا مين کيدلې
د رقيب گونه چې بده شوه، ليده دې
چې وماته په ټولي کې موسېدلې
په زړه ياد لره دااور چې دې را بل کړ
يو تر شا نظر دې نه کړ تېرېدلې
بې د يار له مينې واړه لکه باد وې
چې په زړه مې نورې مينې گرځېدلې
چې په تلل شوې له خوشاله لکه عمر
که يې ډېره بلا کړه، نه درېدلې