نظم
تعريف د اخلاص د طاعت نه د ريا د عبادت
خوشحال خان خټکراشه واوره هسې دين
مُخِلصينَ لَهُالدين
په عمل کې پېچا پېچ دی
طاعت بې اخلاصه هېچ دی
هر طاعت چې په ريا وي
د سړي دځان بلا وي
په پنځه رنگه ريا ده
دا خبره په رښتيا ده
اول دا چې طاعت کاندي
چې عالم مې صفت کاندي
دا طاعت يې هم خراب دی
څو يې کاندي لا ثواب دی
په قيامت به رو سياه وي
دا طاعت به يې گناه وي
بل چې هسې طاعت کاندي
بل خلق مې خدمت کاندي
بل دنيا به طاعت غواړي
بله خلق مې خدمت کاندي
بل دنيا په طاعت غواړي
چې دنيا مومي ووياړي
بل چې مټ په طاعت ډېر کا
خپل شهرت په زړه کې تېر کا
هغه هم څه طاعت نه دی
چې يې کاندي کله ښه دی
بل چې خلق وي طاعت که
چې تنها وي معصيت که
دا ريا ده ډېره بده
تيرې مې وساتې احده
د اخلاص طاعت هغه دی
چې غرض ترې په ستنه دی
بې غرضه وي ای ياره
خاص يې کړه د خدای د پاره
له ريا نه زړه خلاص ښه دی
يو سجود په اخلاص ښه دی
د ريا طاعت ای جانه
لږ و ډېر دی له نقصانه
فريضه طاعت څرگند کړه
پټ دې نفل کار پسند کړه