نظم

ترجيع بند

خوشحال خان خټک

ستا د در په خاورو پروت بې قدره ښه يم

په بل لوري که په تخت کښېنم ښه نه يم

ستا له لوريه که هزار جور و جفا وي

له عاشقه به په سل رنگه وفا وي

په عاشق باندې معشوقه عنايت کا

ستا مدام په خپل عاشق باندې عنا وي

ښه ما ومنل چې ته بې حدزېبايې

په جهان به کوم څوک تا غوندې زېبا وي

ولې خدای چې ښه جمال و چاته ورکا

نه په دا چې دی بې مهره کبريا وي

که قضا په ما زړه سوای کا هم به ومرم

که يوڅو ورځې دې جنگ و فتنې تا وي

که تل ما سره غوغا جنگ و جدل کړې

خدای دې نه کا چې له تا به تله زما وي

هومره ډېره بدي مه کوه بد موړه

هومره ډېره جفا ښه نه ده بد موړه

کوم ملا درته ښېيلی دا سبق دی

چې بدي کوه له يار سره بد موړه

چې مې زړه ساتي هغه ته به زړه ورکړم

تا د زړه ساتنه هيڅ نه زده بد موړه

خو فتنې او خرخشې دې، دي په ملک کې

که بې دا دې هم څه نور څه شته بد موړه

دعاشق سره تل جورهم ښه نه دی

کله کله څه خو مهر کړه بد موړه

که هزار ځله فتنې او خرخشې کړې

زه به چېرته ځمه ستا له وره بد موړه

ستا د در په خاورو پروت بې قدره ښه يم

په بل لوري که په تخت کښېنم ښه نه يم

په چشمانو دې مين يم راته گوره

د زلفينو دې هندو يم مه مې پلوره

په دا شکل ، شمايل چې لکه ته يې

لا عجب که څوک زوولی وي له موره

په ښايست کې دې مخی د ښايست نشته

حيف خو دا دی چې بې مهره يې هر گوره

چې زه ستا له دوکه مرم راته دې شا کړه

مگرمينه دې د زړه شوه له ما توره

ستا د در په خاورو پروت بې قدره ښه يم

په بل لوري که په تخت کښېنم ښه نه يم

ستا د در په خاورو پروت بې قدره ښه يم

په بل لوري که په تخت کښېنم ښه نه يم

ستا د در په خاورو پروت بې قدره ښه يم

په بل لوري که په تخت کښېنم ښه نه يم

ستا ددر په خاورو پروت بې قدره ښه يم

په بل لوري که په تخت کښېنم ښه نه يم

ستا له دره له درباره به لاړ نه شم

که هر څو مې په جفا سېځې بې اوره

که هزار جور وجفا کړې گومان مه کړه

چې له تا به مې د زړه مينه شي نوره

که په ما باندې څؤک زړه سېځې ښايينه

که په حال مې رحم کاندي ځای لرينه

کله څوک له خپله ياره هسې کار کا

چې هلک يې له مرغۍ سره کوينه

ته يې ولې له ازاره نه وېرېږي

مبتلا خاطر مې ستا له غمه مرينه

خبردار دې په جفا په جور نه يم

درست صورت مې اغشته شو ستا په مينه

په جفا، جور دې هسې رنگ عادت شوم

چې خاطر مې ستا بې جوره نه پايينه

چې دې زړه هسې جفا جور په ما کړ

اوس زما ده ستا دور خښته بالينه

زه چې تل ژړا زاري کوم وتاته

ته هم کله کله غټ گوره و ماته

دا همه واړه زما د بخت اثر دی

گڼه تا کله ترخه ويل وچاته

چې په حسن په جمال تر نورو زيات وي

په هغه باندې د زړه مينه وي زياته

که جفا کړې که ستم کړې له عتاب کړې

هر څه ستا په ما خواږه دي تر نباته

زه چې ومرم څه به بل سره جفا کړې

جگې جگې لا ژوندی يم ستا جفا ته

ستا په کوی لکه پروت يم پروت به اوسم

عهد، قول مې هم دا دی تر مماته

ته هم څه خو فهم کړه زما له آهه

هسې جور په ما مه کړه بې گناهه

يکباره په خپل ښايست غلطي مه کړه

که په حسن کې تېری لرې تر ماهه

که په تا باندې زه نه وای مين شوی

خلقه به په تا هم نه وه اگاهه

چې مجنون باندې مين شو نوم يې وشو

گڼه څه وه ليلا توره خانه سياهه

محبت مې دم په دم په تا زياتېږي

په دا حال مې دا ده زېړه گونه گواهه

په دربار دې دروېزگر د ديدن پروت يم

يو قدم به دې وا نه خلم له درگاهه

ستا د در په خاورو پروت بې قدره ښه يم

په بل لوري که په تخت کښېنم ښه نه يم

د رقيب په ويل مه وژنه ما ياره

د ياريې حق په تا گڼم بېشماره

که مې وژنې بل گناه په ما ثابت کړه

چې راښه درقيب زړه نه شي يکباره

که زه ستا له لاسه ومرم بختور يم

خووينا ده درقيب په ما دشواره

ستا دمخ محبت هسې په ما ډېر دی

لکه مينه دبلبل په گل بسياره

تل جفا د ښايسته وو سره مل وي

په جهان کې به هيڅ گل نه وي بې خاره

که ته هرڅو جفا کار او دل آزار يې

زه خوشال به دې لاړ نه شم له درباره