نظم
ترکيب بند
خوشحال خان خټکدا مهر و ملوکه وگوره له اصله
کله دی و مرد، مراد ورکړه له وصله
چې د زړه له درده روغ دی په زړه روغ
دا چې ژاړې ژړا ښه ده په دروغ
دل ارامه که دما د درد دوا کا
سکه اول دې هم د مهر دارو راکا
د دلدارو هوادار له درد او دوکه
دمادم د آه سره سره وا وا کا
د وصال سودا سودا د سر و مال ده
هر گدا که دا سودا او دا سودا کا
د آدم د ال اولاد سره کل مکر
که د دور رسم دا و اوس هم دا کا
درومه درومه گيله مه کوه له دوره
کله کله دور هم مراد ادا کا
دل ازارې! که دې څه له ربه ډار دی
زړونه مه ازاروه روی د دا دار دی
ته چې ژاړې په زارزار ژړا دې اورم
دا دې واړه درد ودوک زړه دې ازار دی
دواړه وروځې دې دلدارې په څه راز دي
چې دې زار په زړه دارو شه دزړه زاردی
چې اولدې دزړه داغ وته ارزو وه
اوس وردرومه زړه دې ښه شو چې داغ دار دی
د زړه درد که په زارۍ په زر او زور وي
ای! د زړه له درده روغه په دا ډار دی
ته چې سر ساتې له ياره اغياري کړې
شېرين ځان تر اشنا ځار کړه که ياري کړې
تر بلبلې جليا زه زهير خسته يم
چې بلبله په غوغا زه فم بسته يم
کل خوښي شي په موسم گل نرگس
څو لاله بالا لولو کا عالم کس
تا چې کړې له هر چا سره ياري ده
ښکاره کړې دې له ياره طراري ده
ته چې ځان گڼې دلداره ای دلداره
کله چا له تا ليدلې دلداري ده
ستا د قهر طاقت هيڅ را څخه نشته
راشه قهر له زړه لېرې کړه زاري ده
دا چې کله عاشق خاندي کله ژاړي
دا يې تللې له خاطره کراري ده
که د سرښندنه گرانه تر هر څه ده
چې له ياره سر ساته شي اغياري ده
زه زاير يم ځانه، ستا تر تله تله
تر تا ځار شم ځانه ډېر ښه يې تربله
چې دغم په گزه دې زه زهير شهيد يم
تل تل خانده، تل تل خانده ته قاتله
چې تل تل په قهقه خاندې زهيرېږم
خو بې نرخه تويوې دخوږو تله
يو په شله ښايسته دجونو خانه
تا به ستايم تا به ستايم يو په شله
ته جانانه تر وتازه تر نسترنه
زه زهير خسته جليا يم تر بلبله
نن يې لويې څڼې کج کړې څو څو خمه
لويې څڼې يې خم خم تر قامت سمه
عاشق کله يو ساعت بې جانا پايي
کجه لوکه ماهي هم پايي بې يمه
مخ په مخ شه، ماته خانده چې خاطر مې
هوسې شي په خوښۍ شي تل بې غمه
څو خوبۍ لرې گل برې قد عرعرې
په ښه مخ لکه لاله يې لا پر نمه
گل و مل چې مخ په مخ شي پرې خوښي شي
توتا کله گويايي کا، بې موسمه