نظم
تخت نشيني
عبدالحمید مومندپه نظر د نکته دان (او) سخن سنج
دا جهان يوه عرصه ده د شطرنج
هر ساعت په کې په لوبو يو بادشاه
راشي کښېني مقرر کاندي بارگاه
شهزاده چې په مسند د خسرو کښېناست
دود دستور د خسروانو په نو کښېناست
داد و عدل يې له ځان سره همراه کړ
عالمونه يې د ظلم پرې تباه کړ
لکه مښک يې هسې دور دل آرام و
له احسانه يې جهان واړه خوش کام و
د هيچا په زړه له غمه غبار نه و
هېڅ احد لاندې د ظلم تر بار نه و
مظلومان له ظالمانو آسوده شوو
ظالمان له درد دوکه فرسوده شوو
پېچو تاب په شان دزلفو شه شحنه
هم اوده شوه د گدا د بخت فتنه
رعيت لره زحمت د خراج نه و
و فرياد وته د داد احتياج نه و
لاس له سوده سودا و کښه هر چا دله
سود سودا د يار دمينې وه کېدله
هېڅوک نه وهغه وخت په کشمکش کې
بې له دې چې به و دا په کشاکش کې
په دوران يې هېڅوک نه و خوار و زار
بې عشاقو خود کرده نه و زينهار
نور د هيچا پرېشاني نه وه بې زلفو
په بل څيز جانفشاني نه وه بې زلفو
غرض دا چې تمام مهر عنايت و
سر تر پايه رعايت و حمايت و
صدر رحمت دې وي دخدای، په هغه اصل
چې ترې وزېږي د اصل په څېر نسل
په هغه صدف دې توی ابر رحمت وي
په خلف يې دا رنگ دُر بېش قيمت وي
په ښه بار دې هغه ونه کهن سال شي
چې له تخمه يې پيدا ثمر نهال شي
چې دروېش په بادشاهت د شاه خبر شه
د کرم نعره يې هسک د اميد نمر شه
زر د غم له ځايه پاڅېده لرزان
شه د يار په لور روان افتان خېزان
هسې رنگ والوت په لار لکه نسيم
څو داخل شه د گلرخ شاه په حريم
هغه گوته چې ورکړې شاه پخوا وه
په هجران کې تسلي دخوار گدا وه
ور کړه ده يوه محرم لره د شاه
هغه دم ورکړه محرم د شاه ناگاه
چې يې وپېژنده گوته د خاتم خپل
څو څو ځلې يې افرين که په محرم خپل
وې (يې) زغله دا ساعت گوتې په گوتې
تر ما راوله راوړونی ددې گوتې
چې يې راووست روبروی د خپل حبيب
هلته زړه له غمه وچاود د رقيب
شاه گدا له هغه ځايه هر چا کوت
لاس نيولی و خلوت ته د راز بوت
شهزاده رقيب گدا زمين نواز
له گدا سره اغاز که هلته راز
په خندا يې غونچه خوله ورته گل گل کړه
په دا گل يې خوش نوا ژبه بلبل کړه
له حيا يې برندې سترگې (د) آهو کړې
چرنده يې په لاله او په بارخو کړې
په ظاهر صورت گل گل لکه گلشن شه
په باطن کې ورته نمر غوندې روشن شه
تور کاکل يې پېچو تاب لکه سنبل کړ
جلوه گر يې په حلقو کې د مخ گل کړ
هسې شان په وصل شاد که گدا شاه
لکه وچلېږي نو په وچ گياه
هسې رنگ يې په وصل که دلاسا
لکه پېښ شي په مرده باندې عيسا
هسې رنگ يې په وصال که مشرف
چې له زړه نه يې کل غم که بر طرف
بارې دور د فلک چې بدشگون دی
هر زمان يې کاروبار په دگر گون دی
په يوه ساعت آغاز يې که بازي څو
درته شمارم دده ناز بې نيازي څو
سيده نه کا يار له ياره سره مخه
بيايې خوا په بېلتانه کاندي تخ مخه
هسې شان ناترسي واخلي زړونه غونډ که
چې سندرو ته ټول شوي په وير پنډ که
چې يې نه شي کفر اسلام صلاح کولی
نا صلاح چارې صلاح که خدای رټلی
راويان ددې قصې قصه کوتاه
په دا رنگې روايت کا چې ناگاه
راغی شاه لره خبر هغه زمان
په معنی کې لکه تندر د آسمان
چې دښمن د فلاني ملک راغی درباندې
پټ د جنگ په اسبابونو لاندې باندې
مې بايد چې په فکر د کار پاڅې
لاله ورايه يې و جنگ له تيار پاڅې
چې خبر په دا خبر هغه رقيب شه
بيا په دوو گدا شاه وته قريب شه
وې (ېې) پاڅه اوس تلاش کړه د لښکرو
کله کار شي اوس د بزم په خبرو
زه به څه وايم و هر چاته معلوم دی
چې ناکسو سره ناست ولاړ د شوم دی
له سپېرو سره چې څوک کښېني سپېره شي
که هر څو په تخت و بخت باله پېره شي
پيدا شوی دا فريق په اصل شوم دی
خرابي يې ځي په مخ کې، لکه بوم دی
دا سفله گدا له کومه را پيدا شه
چې دا هسې په سر وخوت زمونږ بلا شه
دا يې ووې شاه له مخه وراټه
په رټل سره يې زړه ښه وکواټه
بيا گدا په سر وهل په واوېلا شه
له دې خپلې بدې بخرې په ژړا شه
وې (يې) دا څه بد حالت دی چې راپېښ شه
شوم شامته علامت دی چې راپېښ شه
که مې بخت له کوهي وکاږي د باندې
بيا مې ولي په تلي کې سر د لاندې
که په زر حيلې په سر دلارې کېوځم
په اول قدم کوهي کې لگم پرېوځم
بخت په مهر ازمېيي مې په قهر کېږي
که اوبه څښم د حياتو زهر کېږي
آه له دې بخته زبونه چې زما دی
آه له دې بده ژوندونه چې زما دی
مرگه جگې جگې راشه اوس مې مړ کړه
څه خو ځان په دا احسان راباندې وړ کړه
دا بې خونده بود زما وهه نابود کړه
د پيکار له کاره خلاص زما وجود کړه
چې تمام عمر اخته په ځنکدن يم
له دې هسې رنگ ژوندونه په سوختن يم
دا ساعت هسې په ځان پورې پکو يم
چې بې غم د زندگۍ له لبکو يم
هر نفس چې له دې پسه پايم زيان دی
څو مې زر وکاږي ساه، هومره احسان دی
چې مدام په سترگو سوک غړوم ژاړم
هی توبه له دې ژوندونه اجل غواړم
له هوسه د مرگ راغی روح په شونډو
اوسي څوک د بېلتانه په مينو د ونډو
څه به ښه راسره وکاندي الله
که مې وکاږي له آهه سره ساه
چې داهسې رنگې زه مدام ناښاد يم
نه پوهېږم چې د چا په بلا ياد يم
چې دا هسې په ښه هېر، په بدو ياد يم
حق حيران د خپلې بخرې په فساد يم
نور چا هم په محبت وښکلې ساه ده
خو که ما يوازې کړې دا گناه ده؟
نه مجنون زما په طور و، نه فرهاد
اړاوه په تورو سپين شه دمراد
نه دا هسې زليخا وه هېر له بخته
وه يک لخته لکه زه اخته په سخته
چې هېچرې پرې ښادي نه ده راغلې
ده مې خاوره په اوبو دغم اخښلې
د فلک دور به څه له ما نه خوښ وي
چې له ما سره دا هومره په کاوش وي
لکه موم هسې يې ويلې زه په اور کړم
لا يې نه يخېږي خوا راباندې ، شور کړم
بې کږو يې نور څه نشته په ملت کې
راستي نه لري هر گز په جبلت کې
لا به گورو چې به څه وکا غايت
دده جبر زما صبر نهايت