نظم
تنکۍ غوټۍ
عبدالباري جهانيښايستې نجلۍ د سرو ګلونو ګېډۍ
ته لا وړه يې لويه سوې نه يې
ستا د ښکلا پردې لا څيري نه دي
ته لا غوټۍ يې سپړېدلې نه يې
تا لا د سوي ميني سره اورونه
د چا کوګل کي لګولي نه دي
ستا د نازونو د انکار کرشمو
د خلکو هيلي زوکلولي نه دي
په رېږدېدلو په تبجنه ژبه
چا خپله طمع درښودلې نه ده
په لومړي ځل دي په تياره سينه کي
د ميني شمع لګېدلې نه ده
تا تر باڼو لاندي په مړو کتلو
د چا خوبونه کوچولي نه دي
ستا د راتلو د انتظار ثانيې
چا لېونو غوندي شمېرلي نه دي
ته لا د شمعي و نرۍ وړانګو ته
کرار کرار د لوڅېدلو نه يې
ته لا په غېږ کي ډوبېدلای نه سې
د لوبېدلو د زبېښلو نه يې
ستا کرشمو لا ستا خوبجني سترګي
د چا پر لوري اړولي نه دي
په نيمو شپو کي دي بيده تبسم
د خلکو ويني سوځولي نه دي
ته به هم لويه سې د طمع به سې
ستا د سينې غوټۍ به وسپړېږي
د ويښو شپو د تېرولو به سې
ستا دښکلا پردې به وڅيرېږي
پر نرۍ شونډو به دي مچي اوري
ستړې خولګۍ به خوځولای نه سې
مرموز بڅري به دي زړه ته توی سي
روح به له اوره خلاصولای نه سې
د سورکۍ شونډو په اورونو به دي
د چا په زړه کي ويني وسوځېږي
د شرم لاس به کړې له سترګو ليري
ورېښمينه غېږه به دي وغوړېږي
د پټ انګار د سړېدو په خاطر
به درنه هېر سي د ګناه يادونه
نازک زړګی به دي ټوپونه وهي
درباندي ګرځي به پردي لاسونه
ته به هم کله د ماشومو په څېر
په تودو اوښکو کي مسکۍ سې چېرته
لوڅه به لوېږي د هوس مخي ته
له خپله ځانه به پردۍ سې چېرته
تا به هم وسوځي د ميني لمبې
ته به هم ياد کې بېګانه نومونه
ته به هم ډېري توري شپې کړې روڼي
او ستا په ياد به سي حرام خوبونه