غزل
تور وربل دې په سپين مخ را آشفته شو
خوشحال خان خټکتور وربل دې په سپين مخ را آشفته شو
سمن زار دې په سبنل کې نهفته شو
عاشقانو دې ارزو وکړه ليدن ته
چې د کښلي مخ صفت دې شنفته شو
څه خو سر له غرفې هسک کړه ويې گوره
لاله زار دې په جوار کې شگفته شو
تا چې زلفې پېچاپېچ، سره ولول کړې
په گلونو کې يو تور منگور خفته شو
هغه دُر دې فخر کا که يې تمييز شته
چې يې پاسه د ټيکې په تار شفته شو
ستا دېوال مگر د عشق په خښتو روغ دی
چې يې شېخ تر سيوري کښېناست الفته شو
ځکه هسې رنگه بوی لري خوشاله!
داغزل چې د بهار په وخت گفته شو