غزل
توره چې تېرېږي، خو گوزار لره کنه
خوشحال خان خټکتوره چې تېرېږي، خو گوزار لره کنه
زلفې چې ولول شي، خو خپل يار لره کنه
ولې راته وايې چې په کښليو نظر مه کړه
سترگې چې پيدا دي خو ديدار لره کنه
شېخ دې نمونځ ، روژه کا زه به ډکې پيالې اخلم
هر سړی پيدا دی خپل، خپل کار لره کنه
تاوی چې زما دخولې بوسه لکه دارو ده
غواړم دا دارو د زړه پرهار لره کنه
وينې مې د زړه خورې، مگر نور څه لره نه دی
زړه زما پيدا دی تا خونخوار لره کنه
څه ژړا فرياد کړې، د شهۍ د تورو زلفو
ته ورتلې په خپله دې تور مار لره کنه
خود به ستا تر مخه دگياه غوندې څرگند شي
گل د لاله راوړه خپل رخسار لره کنه
می شته، چنگ ونی شته دخپل يار سره خوشاله
خپل بياض په لاس کې ځه! گلزار لره کنه