غزل
تورې سترگې ستا دي ای زېبا نگارې مستې
خوشحال خان خټکتورې سترگې ستا دي ای زېبا نگارې مستې
تور نرگس شهلا دي ای زېبا نگارې مستې!
تا چې بوسه راکړه ، زه پرې بې حسابه مست شوم
شونډې دې صهبا دي ای زېبا نگاري مستې!
ما چې ستا دا ښه کښلي بارخو په سترگو ځير کړل
گل د لاله دا دي ای زېبا نگاري مستي!
خوله به دې هغه خوري چېپرې ستا د خاطر مينه وي
ډېر په تا شيدا دي ای زيبا نگاري مستي
هر چې ستا له ظلمه و نور و چا وته فرياد کا
واړه بې وفا دي ای زېبا نگاري مستی!
خوب کاندي بې غمه يا يې چيرې قراري شي
څوک چې بې له تا دي ای زېبا نگاري مستی!
خلق راته وايي نن يې بيا درته زورل کړل
دا ويل رښتيا دي ای زېبا نگاري مستی!
چارې په ما وکړې وايې چارې زما نه دي
ستا نه دي د چا دي ای زېبا نگاري مستی!
تا ووی خوشال ته نورې لا تر ما زېبا شته
څوک تر تا زېبا دي ای زېبا نگارې مستې؟!