غزل
تږي ټــــــــــول درپسې مړه ښکـــــــــــاري جانانه
پیر محمد کاروانپه مرۍ کې دې اوبه ښــــــــــکــــــــاري جـــــانانه
په ټول ښار کې ايله ستا په سترګو پــــــــــايـــــو
پکې غر پکې غرڅه ښکاري جــــــــــانــــــــانــــه
ستا دښمنو چې په تــــــــــــا شـــــــغــــــــول غشي
اوس نو دوی غوښه چاړه ښکاري جــــــانــــانـه
زه درګورمه خو ستا په ټنډه ګـــــــــــونــــــــــځې
په خندا وايه چـــــــــــې نــــــــــه ښـکاري جانانه
د دعـــــــــــا نــــــــــــــه ډکه لپه په ما وڅـــــښـــــه
په جامونو کې رانـــــجـــــــــــه ښکاري جانانه
ته راياد شې چـــــــــــې د لمر په خوا روان وي
په آسمان کې سپيـن مارغه ښکاريجانانه
ســـــــــــــــــتالــه غېږې نهکاروانوتلینشي
لاس او پښې يـــې نشته زړه ښکاري جانانه