غزل
هر عاشق چې بهره مومي له حضوره
خوشحال خان خټکهر عاشق چې بهره مومي له حضوره
په هغه باندې سلام له ما مهجوره
ښه دې قدر د وصال د ساعت زده کا
و ناظر ته تل جلوه نه کا منظوره
اوس د ديو جونو وينزو په ځای نه ده
درخانيه آدم خان کړله مشهوره
چې په دا هسې جمال ورځنې زووې
بوره مور دې ښاپېريه وه، که حوره
يار به چا په يوه درنگ له لاسه پرې ايښ
جدايي له ياره نه شي بې ضروره
صبر تا له ما نه درست په کاته يووړ
بيا و ما وته ويل کړې ناصبوره!
زه لا هسې په ياريه کې غوڅ نه يم
چې لمن به دې پرېږدم په تېره توره
لکه باد چېلوی نښتر ولي په مځکه
هسې رنگ ورپسې ولوښتم بېخ پوره
د ښه يار ديدن د دواړو سترگو نور دی
خدای دې نه کا دهيچا سترگې بې نوره
که اسمان او مځکه خوله وبله وروړي
دخوشال خاطر به نوي بې سروره