غزل
هر گناه چې په توبه، په استغفار ځي
خوشحال خان خټکهر گناه چې په توبه، په استغفار ځي
له هغه گناه به څه په زړه کې ډار ځي
ساقي! راشه سره شراب راکړه، سرې شونډې
تر چشمانو دې ځارېږم چې بهار ځي
په هر چين کې يې د څڼيو مښک د چين دي
لخلخې ځنې تويېږي چې په لار ځي
دخپل زړه خبرې واړه ويراني کا
يار هغه چې همشه په زړه ديار ځي
جهان ځای د خوښۍ نه دی د ناورين دی
چې توتا له گلستانه په چغار ځي
په وار وار چې په دنيا باندې راغلي
عاقبت به ځنې واړه وار په وار ځي
که له درده مې خبر نه دي وگړي
چې مې سرې وينې ترسترگو په رخسار ځي
د هغه طبيب نوم څه اخلې په ژبه
چې بيمار ورلره رايشي، بيمار ځي
که مې پېژنې هغه لېونی زه يم
چې نادان رالره رايشي، هوښيار ځي
دروغجن به همېشه وي په خزان کې
د رښتينو په مخ هر کله بهار ځي
د رقيب خلل به زر ووځي له ميانه
وخت نژدې راغی د وصل دندو کار ځي
چې محروم يې دی له ميو، يو خوشال دی
گڼه واړه حريفان ځنې سر شار ځي