غزل
هر گز به توبه نه کړم د ښه مخ له نندارو زه
خوشحال خان خټکهر گز به توبه نه کړم د ښه مخ له نندارو زه
شېخان، پيران دې واوري دايم وايم په نارو زه
که ما د عشق خبره په ايما تر دا پخوا کړه
ښکاره به يې اوس وايم په رباب په دو تارو زه
که نور عالم گلونه په دستو راوړي خپل کور ته
راوړم د يار له باغ هره ورځ په پشتارو زه
زاهد وايي وماته راشه کښېنه تسبيحات کړه!
يوه مې ده نيولې، نه يم هيڅ په دا شمارو زه
گدای غوندې جاروځم سينه سوی په طلب کې
که ډېر لرم په کور کې هر قماش په انبارو زه
پرهار يې د بڼو د غشي لا بده بلا ده
وتلی يم د غشيو دنېزو له پرهارو زه
خوشال غوندې که سود لري که زيان زما قبول دي
عادت يم دغمونو د اندوه په اجارو زه