غزل

هر افت چې په درست عمر رادوڅارو

خوشحال خان خټک

هر افت چې په درست عمر رادوڅارو

چې مې ځير کړ درست زما د ژبې کار و

چې ودانې چارې ورانې په ساعت کا

چې مې وليده په چارو کې تلوار و

د هر چا ياري م وليده په سترگو

هم هغه راته بلا شو،چې مې يار و

نا هموارې به هر گز ورپښې نه شي

که په خپله اندېښنه سړی هموار و

صبرناکو سره جور فلک نه کا

د فلک جور له چا؟ چې سبکسارو

په دا باغ کې مې ډېر گل تر نظر تېر دي

د هر گل ترڅنگه ما وليد چې خار و

زړه چې طمعه د وفا له بې وفا کړه

په خپل ځان باندې په خپله ستمگار و

که هر څو باندې مرهم ږدي، نه رغېږي

د خوشال په زړه دا څه د غم پرهار و