نظم
هر خاطر چې ناقرار شي
خوشحال خان خټکهر خاطر چې ناقرار شي
قراري يې په ديدار شي
چې خپل زړه و چاته ورکا
هغه څه په خوارۍ خوار شي
هسې سيل لرم د سترگو
چې جمنا ورته رود بار شي
چې څه راز لرم په زړه کې
هيڅوک نشته چې راز دار ششي
هسې ژاړم له فراقه
چې غليم راسره يار شي
زه هم عار لرم له خلقه
که د خلقو له ما عار شي
واوېلا دارو يې څه کړم
پرهارونه په پرهار شي
هومره ډېر شېخان پيران دي
نشته يو چې مددگار شي
د سړو سړو آهونو
کمی نشته که څه کار شي
په ديدن د ښو يارانو
ډېر غمونه تار په تار شي
په هجران دخنده رويو
دخوشال خندا ازار شي