غزل
هر ناپوه زلموټي څه زده، چې څه ده د عشق بازي
خوشحال خان خټکهر ناپوه زلموټي څه زده، چې څه ده د عشق بازي
ترو څه مچ څه يې مجال چې، په هوا کا پروازي
هر قلاش چې خپل صورت په عشق بای کړ که باور کړې
په مذهب د عاشقانو هم شهيد وي، هم غازي
که د يار په غم کې ومري خاصه گي ژوندون هغه دی
که په پښو يې تندی کښېږدي هم دغه ده ممتازي
حقيقي سجده هغه ده چې د يار په لور يې وکړې
و کعبې ته چې سجده شي دا سجود دی مجازي
تورو زلفو يې په باد کړل ډېر سرونه د مظلومو
تورې سترگې يې په زړونو کا همېش ترکتازي
ای حوشاله! چې عاشق شوې اوس له خپله سره تېر شه
دا زما خندا خندا ته بازي مه گڼه بازي
هغه دم چې مې له يار سره صحبت وي
د فرشتو اواز په ما باندې زحمت وي
چې له يار سره باده خورم په خلوت کې
باده! ستا دې له غه ځايه نه رحصت وي
ښه ياران چې سره ناست وي محبت کا
چې اغيار ورباندې راشي قيامت وي
تل گدای به بادشاهانو مين شوی
نه دا کار به له ما خواره نه بدعد وي
عاشقي مې خدای له ځايه خوی خصلت کړه
هم هغه کاندي سړی چې يې خصلت وي
ستا د شونډو تر لذت به نه رسېږي
که هر څو مې د شکرو زيات لذت وي
ما به زړه دمعشوقې له لاسه خلاص کړ
ولې درېغه که له عشقه اجازت وي
د زنخ په چاه کې بند فراغت غواړم
په تنور کې پراته کله فراغت وي
ښه صورت خو هم هغه چې زړه يې يووړ
نه چې کړه او وړه يې ښه وي، ښه صورت وي
ما به سترگې لکه باز درلې اندرتې
که مې زده وای چې د سترگو بد شدت وي
خوبه! مه راځه په ملک زما د سترگو
گڼه! ځان به دې په وينو کې لت پت وي
شېخ به ولې د رندانو عيب نه کا
تل له مرد سره نامرد په غم، غيرت وي
ستا په زلفو کېمې خوار خاطر ښاد نه شو
د مؤمن په کفرستان کې څه حرمت وي
مگر واړه جوهري په مرگ تمام شول
چې تر دُر به د ږليې زيات قيمت وي
بل جنت يې شېخه! تا وته بخښلی
د خوشال دې هم د يار کوڅه جنت وي