غزل
هر زمان چې د فلک مهر بنياد شي
خوشحال خان خټکهر زمان چې د فلک مهر بنياد شي
نامراد د زمانې په خپل مراد شي
په هر شام پسې سهر شته باور وکړه
عاقبت چې څوک غمجن شي، بيا به ښاد شي
ساقي نن د سرشاريه شراب راکړه
محتسب چې حاضر نه دی، څه احداد شي
چې نه می، نه معشوقه بهار رفتن کا
نن زما له خپله بخته نه فرياد شي
يو له بله زده کوي د جهان دود دی
له اوله چې شاگرد شي بيا استاد شي
يار به مخ راته ښکاره کا لکه شمع
عاقبت به د رقيب په سر رماد شي
يا ډېر زر بويه، يا بخت بويه، يا توره
چې په سپينه ږيره څوک د چا داماد شي
د ملحد په زړه به نه لگي خبرې
که ويل دې ورته تل د نون و صاد شي
زمانه به يې پرې نه ږدي و ثبات ته
په هوا چې د حباب غوندې برباد شي
صورتي عمر فاني دی باقي دا دی
چې يې پس له مرگه نوم دنېکو ياد شي
عقله! ته له عشقه لرې لرې گرځه
مخالف چې سره وريشي فساد شي
خدای دې واړه پښتانه زما په حال کا
اورنگ زېب بادشاه دې لا ظالم بېداد شي
د هغه سړي په مرگ ژړا هيڅ مه کړه
چې د بدو نوم يې خور په هر بلاد شي
په هر چا باندې يې زړه دی لکه ژاولې
په خوشال باندې يې زړه لکه پولاد شي