غزل

هره چار يې قبلوه، که پرې مين يې

خوشحال خان خټک

هره چار يې قبلوه، که پرې مين يې

ښايسته کله له خياله نه خالي دي

په ورېښمو نهاليو دې نور خوب کا

دکوڅي خاورې يې ماته نهالي دي

د فراق په وخت زما سترگو ته گوره

په ژړا ژړا شېبې پشکالي دي

تل ژړا، نارې، بلغاک خوب به په څو کا

چې مېشته د فراقجن په حوالي دي

زه دمستې په پېزوان باندې مين يم

که دمخ کالي يې غوره غوټيالي دي

نوم يې مه اخله خوشال وته په ژبه

مخ يې تور که په يارۍ کې ټيټالي دي