غزل

هره مينه چې په خال، په زخه کېږي

خوشحال خان خټک

هره مينه چې په خال، په زخه کېږي

هغه واړه د ښه مخ له مخه کېږي

زړه دلگير مه شه دخلقو په جفا کې

په عاشق د رقيبانو رخه کېږي

خاوند خدای دې سرزنش د هغو وکا

چې په حال يې د دردمنو سخه کېږي

غه مرغه به له همايه څه پرواز کا

چې لا اوس يې تن وجود په پخه کېږي

که هوس کوي خوشال هوس يې نهيل شو

غه هوس چې به يې ستا له مخه کېږي