غزل

هم مې بې حسابه پورې کړه په سترگو

خوشحال خان خټک

هم مې بې حسابه پورې کړه په سترگو

د رنجو غوندې مې بيا له سترگو توږه

ستا د خوی د زلفو کار سره يو رنگ دی

سر هوا لويې دا هومره سمه کوږه

حال دې واړه وار په وار راته معلوم شو

ټگه ياره په زړه تريخه په خوله خوږه

زما يار چې ميخوري کا په بدل يې

دلې مالره راځه د دردو روږه!

په کې زړه د خوار خوشال دیچې خوږ نشي

ډمې! ورو ورو د شهۍ زلفينې نموږه