غزل

ولې ښکلي سترگې داسې مړې پورته کوې

امیر حمزه شینواری

ولې ښکلي سترگې داسې مړې پورته کوې

بويه پښتنې چې يې درنې پورته کوې

ځان په شمعې وسېځه پتنگه طواف پرېږده

څۀ لره کړاو د ټولې شپې پورته کوې

خوښ د تصور سره ديار شه مزل پرېږده

بار چې د احسان د بدرگې پورته کوې

گورې د خپل ذات به مختلف غوندې عکسونه

څو چې ترې پردې دزمانې پورته کوې

دا خو بړبوکۍ دي د فنا په لوري يون کا

څو چې دباڼيو منارې پورته کوي

يو د دنيا قيد او ورسره دا خواهشونه

څو به دا زنځير او زولنې پورته کوې

سخ دې شه حمزه چې د اشنا درته روان يې

هر قدم په لوري د کعبې پورته کوې