غزل

واړه شملې پرېږدي،برېښوي ورته خپل ځان

خوشحال خان خټک

واړه شملې پرېږدي،برېښوي ورته خپل ځان

گوره هغه ترکه به نظر کا په کوم ځوان

څو رنگه مخونه په دا خاورو کې بد رنگ شول

څو د خيال کږې پگړيې ياد لري جهان

دور د دلبرو د ښايست دی يو څو ورځې

زر له برمه پرېوځي لکه گل د گلستان

سرې سترگې اوښتې، لکه ډېر خونونه کړي

خدايه! خيريت کړې چې رادرومي په دا شان

گوندې مې ناگان بد معامله ورباندې راشي

ځکه تل د دواړو سترگو جوړ لرم دوکان

زړه مې لکه گوی دی د مستيې په ميدان کې

تل يې هغه ترک وهي د زلفو چوگان

تل د تن هډونه راوکاږم په نوکونو

غم يې د ناوک خورم چېرې مات نه شي پيکان

پټه په نقاب وه، د هرچا ورته نظر و

مخ يې راښکاره کړ ورته خلک شول حيران

مخ په وړاندې درومي پټ په څنگ ورته نظر کا

خوښ اوسه خوشاله! بيا ښه پير وکړ اسمان