نظم

ورمونه ( نصيحتونه) ( ت)

خوشحال خان خټک

درته وښيم کېميا د سعادت

د بدانو سره مه کوه صحبت

مه بدگوی مه بد آموز مه بد اندېښ شه

که دې زړه وي چې در نه رسي افت

که لويې غواړې ځان کم گڼه تر بله

بل تر دا د پاسه نشته نصيحت

په دوستانو تلطف کړه څو په تا شي

د دښمن سره هم ښه کوه خلقت

د نېکخواه خبره نغوږه پرې عمل کړه

نا نغوتانو ته تيار دی ندامت

د نمانځه تر قضا گرانه دا قضا ده

چې قضا شي د څلورو مصلحت

نوراني کا هغه ځای چې سره کښېني

دېرينه څلورهوښيار په مشورت

په اخلاص چې په دعا لاسونه هسک کا

ور به پرانت شي د فتح د نصرت

بې کنگاشه به هيڅ کار په لاس وانخلي

چې خبر دې د کنگاش په برکت

چې په تشه تواضع کې سود حاصل دی

هومره سود نشته د ډک طباخ د ست

که گنجونه د قارون درته انبار شي

په هر لور يې غورځوه په سخاوت

ناپوهان به يې پرېږدي وروسته و بل ته

عاقلان به وړاندې بيايې خپل دولت

پوهان که يې شدت و ته تيار دي

لا يې نه وي خبردار په حقيقت

څو دوستۍ د دنيا ډېرې وي په زړه کې

هغه هومره ډېر فساد دی قباحت

شور غوغا جنگ وجدل به تر منځ نه و

که هرڅوک سره راضي وای په قسمت

که حاتم غوندې کرم کړې د مهرانو

د يوې دمړۍ په چا مه ږده منت

څو بدانو سره بد شي هومره ښه دي

ولې عفوه کرم ډېر لري لذت

دا نابوده دنيا هسې متاع نه ده

چې به کاندي عاقلان باندې شدت

که دې سر ځي که دې مال ځي که دې نور څه

استوار اوسه پر کار د رفاقت

چې جامه يې پاتې نه ش ي مرده شوی ته

خدايه! ورکړی و خوشال هسې رحلت

په ظاهر باطن کفران د نعمت مه کړه

هوا خوا اوسه د خپل ولي نعمت

که راحت غواړې په ځان محنت قبول کړه

بې محنته هيڅوک نه مومي راحت

که دارو په خواست موندل شي مه يې اخله

که دې مرگ وته نژدې کاندي زحمت

که اسمان دې د مزري په خوله کې ورکا

دمزري په خوله کې مه پرېږده همت

د عمل ذخيره واستوه د وړاندې

دا يو څو ورځې ژوندون دی غنيمت

په اوبو چې روا نه دي شونډې مه ږده

په ورځ زر خونونه کړه په شريعت

که ژوندون دی هم هغه دی جهان کې

چې يادېږي د سړي د ښو خصلت

دا راحت لکه د فقر د پوزي دی

دا راحت نشته په تخت د سلطنت