غزل

ورته گوره زما يار څه ننداره دی

خوشحال خان خټک

ورته گوره زما يار څه ننداره دی

لکه اوږمکۍ په ستورو کې ښکاره دی

څو عاشق په معشوقې باندې مين شي

هغه هومره معشوقې ته بېچاره دی

ما وی عشق خو يو ښه څيز دی، خبر نه وم

چې دی لا تر مست هاتي نه خونخواره دی

چې نصيب يې دښه مخ ننداره نه شوه

هغه څوک زما په پوهه آواره دی

غم زما له دله نه درومي بل لورته

ته به وايې چې زما په اجاره دی

عقل، علم ، هنر مه يادوه ماته

چې مې وليده مدار په ستاره دی

هغه زه يم چې داوښ وری په شا وړم

د غوايه وری زما په پشتاره دی

چې علاج يې په چا نه شي، څوک يې څه کا

چې په ما باندې يې زړه سنگ خاره دی

غم په نورو يوځل وريشي، بيا تېر شي

خو په ما باندې که گورې سل باره دی

چې يې هيڅ د ښايسته و مينه نه وي

رنگ يې مه وينې چې نفس اماره دی

د ښه مخ ننداره نه کا، خلوتي شو

زاهد ځان ژاړي، بې ځايه هيڅکاره دی

بادشاهان دې هم سيالي ورسره نه کا

خوشال ستا د ورۀ د سپيو په شماره دی