غزل
ورځ و شپه باندې تېرېږي په ښادۍ کې
خوشحال خان خټکورځ و شپه باندې تېرېږي په ښادۍ کې
هر زمان مې له صنمه اسوده دي
تل ساقي د ميو دا د کابې منته
کريمان مې له کرمه آسوده دي
همېشه شونډې د جام په مورگه ايښې
په خاطر له جام جمه آسوده دي
بادشاهان که خزانې وبله اسپې
دا گدای مې له درمه آسوده دي
په درياب کې يې د عشق دی غسل کړی
له حدوثه له قدومه آسوده دي
ای خوشاله! که نظر درباندې وکا
ډېر يې تا غوندې له دمه آسوده دي