غزل
وحشت کې بيابان شو گلستان د تسلۍ
امیر حمزه شینواریوحشت کې بيابان شو گلستان د تسلۍ
گنډلی مې اغزو دی گرېبان دتسلۍ
بې لوظه اشنا نن په هسې شان راوکتل
په سيمه مې د زړه وشو باران د تسلۍ
طالب د لېونتوب شو پښېمان د تسلۍ
وسعت د بيابان لري زندان د تسلۍ
دانه راته په خوله کې د مېږي جهان باني
مهمان مې د خاطر دی سلېمان د تسلۍ
پرېشانه افسانه چې د عالم لولم په شوق
خاطر لرمه جمع په عنوان د تسلۍ
ناصحه له خپل ځانه وي جوهر د آيينې
بس نور حيرانوې ولې حيران د تسلۍ
تر څو چې يې ملگری وي دا ستا لېونی ياد
کېدی نه ش ي د زړه سره گوزران د تسلۍ
زما اوښکې کمېږي او موسکی د اشنا خوی
افسوس په ختميدو مې شو سامان د تسلۍ
حمزه! ملگري څو در سره پاتې شو په لار
خلاصېږي په شا وگوره ميدان د تسلۍ