غزل
وې که د وختونو څه چپې اوبه اوبه شوې
امیر حمزه شینواریوې که د وختونو څه چپې اوبه اوبه شوې
ستا دهر قدم لاندې لمحې اوبه اوبه شوې
جار له خپلو اوښکو چې موسکا يې کړه ستا ويښه
اوس ايله اوبه شوې چې لېمې اوبه اوبه شوې
څه شوې سپوږمۍ مخيه د سپرلي لمده فضا ده
ستا دمخ ديدن ته زما شپې اوبه اوبه شوې
زه د چا لټون په بې جهته لارو سر کړم
ځکه مې قدم ته فاصلې اوبه اوبه شوې
تېر مې چې شو تاو د محبت تر لېونتوبه
ځار دې له وحشت چې زولنې اوبه اوبه شوې
تېز نظر مې هله سره بارخو خولې خولې کړل
وگورئ چې ټکندې غر مې اوبه اوبه شوې
ستا دکوثري لبو يوه د ناز خبره
نشته ورپسې که ډېرې خولې اوبه اوبه شوې
ولې دې واپس کړې پښتنې، چې تا بللې
کنگل د تا زړه دی خو جرگې اوبه اوبه شوې
خدای زده چې سپرلي مې څه خمار ته حمزه ووې
هېڅ ترې خبر نه شوم خو توبې اوبه اوبه شوې