غزل
وی مې که زه درشم ستا نر ځايه، خوله به راکړې
خوشحال خان خټکوی مې که زه درشم ستا نر ځايه، خوله به راکړې؟
وی يې سکه هزار سره لرې چې دا وينا کړې
وی مې چې په مخ دې تورې زتور ښامار دي
وی يې ترو سکه څه لره ښامار وته ويسا کړې
وی مې چې په کوم توکي به تا وته نژدې شم
وی يې چې که سر له تنه بې تېغه جدا کړې
وی مې چې په تا پسې هر گوره لېونی يم
وی يې چې په داعقل به لا صورت رسوا کړې
وی مې چې ما تا سره خندا په يوه وخت کړه
وی يې هغه څوک و چې يې تا سره خندا کړې
وی مې چې هر گوره کبريا شوې،خدای دې ويني
وی يې چې که کبرکړم ستا څه دي چې غوغا کړې
وی مې چې د سپينې زېبا خولې عاشق دې زه يم
وی يې چې خدای څه دا عاشقيه هم ويړيا کړې
وی مې چې له نتې دې چارگل په پوزه زېب کا
وی يې دا خبرې کړه هاله که چا په تا کړې
وی مې که زه ستا په کور کې ومرم ستا رضا ده؟
وی يې کشکې خلاص له درد سره سپی زما کړې
وی مې چې په څو رنگه خوشال په تا مين دی
وی يې دخټک سړي د مينې څه ثنا کړې